۰
د ملګرو ملتونو سرمنشي:

نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره تماسونو ته دوام ورکړي

شنبی ۲۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۷
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي.
نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره تماسونو ته دوام ورکړي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترېش له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېش ټینګار کړی، چې نړیوال باید په دې کار سره دغه جګړه ځپلی هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري.

نوموړي له فرانس پرس خبري آژانس سره تازه مرکه کې ویلي، که نړۍ غواړي افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل نه شي باید له طالبانو سره اړیکې وساتي.

هغه ویلي«که موږ غواړو چې افغانستان د ترورېزم په ځاله بدل نه‌شي، ښځې او نجونې هغه حقوق چې په تېرو کلونو کې یې ترلاسه کړي، له لاسه ورنه‌کړي او که غواړو چې مختلفې قومي ډلې احساس وکړي چې استازیتوب ‌یې کېږي، موږ باید له طالبانو سره تماسونه او داسې یو ډیالوګ وساتو چې پر پرنسیپونو ولاړوي.

ښاغلي ګوترېش وايي، دا د دوی مسؤلیت دی، له هغو خلکو سره چې ډېر کړېدلي دي، پیوستون وښي، له هغه خلکو سره چې ملیونه ملیونونه‌ یې د لوږې له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

ګوترش دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ملګروملتو د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر نیمايی پورې به په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه د دغه هېواد د ټولو وګړو په سلو کې ۹۸ اعشاریه ۲ ته وغځېږي.

د ملګروملتو پراختیايي ادارې د اسیا او اقیانوسیې د څانګې مشرې ګني وکناراجا په یوه اعلامیه کې ویلي، اوس په افغانستان کې د بېوزلۍ کرښه ۷۲ سلنه اټکل شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو واک ته رسېدو د افغانستان د تېرو شلو کلونو ثابت اقتصادي پرمختګ له خطر سره مخامخ کړی او دوی په افغانستان کې د انساني ناورین وړاندوینه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي