۰

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو او حکومته د اوربند غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوترېش یو ځل بیا په افغانستان او نړۍ کې د بشري اوربند غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو او حکومته د اوربند غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوترېش یو ځل بیا په افغانستان او نړۍ کې د بشري اوربند غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوترېش په تازه څرګندونو کې ویلي، په نږدې ورځو کې به د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کېږي او دی به کلنۍ وینا ورته اوروي.

نوموړي زیاته کړې، چې  تر ټولو ډېر تمرکز یې پر دې دی چې په نړۍ کې د روانو جګړو لپاره د پای ټکی پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د بین الافغاني خبرو پیل ته په ښه سترګه ګوري خو وایي یو ځل بیا له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې نور دې جګړه ودروي او ژر تر ژره دې بشري اوربند وکړي.

 ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره په مارچ میاشت کې د بشري اوربند غوښتنه وکړه، چې له امله یې د منځني ختیځ او افریقا په ډېرو هېوادونو کې اوږدې جګړې درېدلې دي خو په افغانستان کې طالبانو له دغه اوربند سره تر دې دمه توافق نه دی کړی.

ګوترېش دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې پرون سه شنبې د وږي ۲۵ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ لومړنۍ مخامخ ناسته شوې ده.

ناستې ته د دواړو پلاویو مشرانو ویناوې کړې او تر ډېره په دې ناسته کې د کړنلارې او طرزالعمل په اکثریت مواردو توافق شوی دی.

د طالبانو د مرکچي پلاوی مشر مولوي عبدالحکیم ویلي، چې دا د افغانستان د ۴۰ کلن ناورین د پای ته رسېدو لپاره ښه فرصت دی نو ځکه دواړه لوري باید په مذاکراتو کې له پوره زغم څخه کار واخلي او په ګډه د شته ستونزو لپاره حل لار پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي