د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د افغانستان د امنیت لپاره باید ټول اړخونه په ګډه کار وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترېش د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې د افغانستان امنیت له سیمه ییزو سازمانونو سره د دوی د همکارۍ مهمه برخه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی د ایرواسیا، جمعې امنیت او مرکزي اسیا هېوادونو د امنیتي سازمانونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي د افغانستان امنیت د دوی د اړیکو او همکاریو مهم ټکی وي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، دمګړی په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او د خلکو ژغورل د ټولو ګډ مسوولیت دی.
ګوتریش د افغانستان امنیت هم د ټولې سیمې لپاره مهم بللی دی او زیاتوي، چې یوازې له په ګډه همکارۍ کولی شي د دغه هېواد امنیت د تل لپاره تامین شي او له دې ځایه سیمې او نړۍ ته خطرونه له منځه لاړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل