په ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، د کابل ـ جلال اباد لویه لار د ځمکې ښویېدو له امله په ځینو برخو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
دغه دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نن یکشنبه د ثور له ۹مې د کابل – جلال اباد لویه لار د ټولو موټرو پر مخ تړلې ده.
په اعلاميه کې له هغو مسافرو چې پر دغې لويې لارې تګ راتګ کوي غوښتنه شوې چې د لغمان ولايت د قرغې ولسوالۍ له لارې خپل سفر ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د درونټې په سيمه کې د غره د ښويېدو له امله څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
طالب چارواکو ویلي، چې اوس هم د دره په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې ښویېدو احتمال شته.
جمهورخبري آژانس