په پروان ولايت کې دولتي سرچينې وايي چې يو پخوانى سرتېرى د وسله والو طالبانو د شکنجې له امله وژل شوى دى.
دسرچينو له مخې دغه پخوانى پوځي فواد نوميږي. د طالبانو له خوا له ايران څخه تر شړلو وروسته په پروان کې ونيول شو او سخت شکنجه شو.
سرچينې زياته کړې، چې فواد د جمعې په ورځ د ثور په اوومه، چې د طالبانو له زندانه د دغې ډلې د جنګياليو د شکنجو له امله له خوشې کېدو يوه ورځ وروسته مړ شو.
ویل کېږي چې فواد په نیم ژوند کې د طالبانو له زندانه خوشې او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
جمهورخبري آژانس