۰
د طالبانو ډله:

غواړو د سیمې له هېوادونو سره په ګډه اقتصادي او سوداګریز فرصتونه وپېژنو

یکشنبه ۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۸
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال ژومانګارین سره په کتنه کې ویلي، دغه ډله غواړي د سیمې له هېوادونو سره په ګډه اقتصادي او سوداګریز فرصتونه په ګوته کړي.
غواړو د سیمې له هېوادونو سره په ګډه اقتصادي او سوداګریز فرصتونه وپېژنو
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال ژومانګارین سره په کتنه کې ویلي، دغه ډله غواړي د سیمې له هېوادونو سره په ګډه اقتصادي او سوداګریز فرصتونه په ګوته کړي.

د طالبانو ارګ نن یکشنبې د غوايي ۹ مه د دوی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ژومانګارین سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.

خبرپاڼه کې د قزاقستان د مرستیال لومړي وزیر له قوله ویل شوي، چې هېواد یې اوس له افغانستان سره اوږدمهاله سوداګریزو، ټرانزیټ او پانګونې ته چمتو دی.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال افغانستان په سیمه کې د یوه سوله ییز هېواد بېلګه ده او له همدې امله نړۍ غواړي له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې جوړې کړي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل چې له طالبانو سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخیزو همکاریو ته چمتو دی.

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم وویل چې دغه ډله د اړیکو پراختیا او د تعامل زیاتولو لپاره د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه قزاقستان سره لېواله ده او د سیمې هېوادونه باید په ګډه د لویو سیمه ییزو پروژو په تطبیق کې ونډه واخلي.

نوموړي زياته کړې، چې دغه ډله غواړي د سيمې له هېوادونو سره په ګډه اقتصادي او سوداګريز فرصتونه رامنځته کړي، وپېژني او ګټه ترې واخلي.

د طالبانو د ډلې دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د دغې ډلې په واکمنی سره ټول اقتصادي او تجارتي فرصتونه له مینځه تللي او ټول داخلي او بهرني پانګوال له هېواده وتلي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي