۰

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خبریالانو پر وړاندې په تاوتریخوالي اندېښنه وښوده

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۵
د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوترش په یوه ویډیويي پیغام کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د خبریالانو پر وړاندې په تاوتریخوالي اندېښنه وښوده
د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوترش په یوه ویډیويي پیغام کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو معافیت د پای ته رسولو ورځې په مناسبت په دې ویډیويي پیغام کې ویلي، چې یوازې سږ کال په ټوله نړۍ کې ۸۸ خبریالان وژل شوي دي.

ښاغلي ګوترش په دغه ویډیويي پیغام کې چې نن پنشنبې د لړم ۱۰ مه یې خپور کړی زیاته کړې، چې په تېره یوه لسیزه کې تر ۱۰۰۰ زیات خبریالان د دندو پر مهال وژل شوي دي.

د هغه په وینا د خبریالانو د وژل له هرو ۱۰ پېښو ۹ هغه یې ناحل شوې پاتې شوې دي او هېڅوک هم د دغه پېښو مسوول نه دي پېژندل شوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي دغه راز زرګونه نور خبریالان له تاوتریخوالي، له محکمې پرته نیولو او بندي کولو سره مخ شوي او دغه راز ډېری خبریالانې د جنسیتي لحاذ له تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ شوې دي.

نوموړي د نړۍ پر حکومتونو غږ وکړ، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه باید په یوه عادي امر بدل شي، ځکه د ده په وینا که چېرې خبریالان تر بریدونو لاندې راځي ټولنې د هغې قیمت ورکوي.

د ملګرو ملتونو د نړۍ له ټولو حکومتونو وغوښتل، چې د خبریالانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی ته د دندې پر مهال ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

آنتونیو ګوترش وايي راپور ورکول جرم نه دی او خبریالان هڅه کوي، چې د بیان آزادي مړه نه شي، ځکه ټولو ته اړینه ده، چې د بیان د آزادۍ او حقیقت ویلو له پاره له خبریالانو ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي