۰

ملګرو ملتونو ۷ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولې

شنبی ۱۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۷
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه اووه میلیونه افغانانو بشري مرستې تر لاسه کړې دي.
ملګرو ملتونو ۷ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه اووه میلیونه افغانانو بشري مرستې تر لاسه کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي پرون ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي چې دې ټولنې د نورو مرستندویه ټولنو په همکاري ډېر شمېر افغانانو ته بشري مرستې رسولې دي او لا هم هڅه کوي چې له ستونزو سره د مخ افغانانو لاسنیوی وکړي.

ښاغلي ګوترېش خبرداری ورکړی دی چې افغانان ډېر سخت او له ستونزو ډک ژمی په مخ کې لري او تمه ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره به د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې دوامداره وساتي.

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د مرستو هرکلی کړی دی او د دغو مرستو د وېش برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ټټر وهلی دی.

ملګري ملتونه پر داسې مهال ۷ میلیونه افغانانو ته د مرستو رسولو اعلان کوي، چې د دوی د راپور پر اساس څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي او که مرستې ونه شي، بشري ناورین به رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو ویلي، چې د دغه بېوزلو سره د مرستې په موخه یې ۱،۵ میلیارد ډالر بسپنه راټوله کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي