د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا په نړۍ کې پر تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او له ښکېلو اړخونو یې د بشري اوربند کولو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوترېش د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، نړۍ تر بل هر وخت اوربند او سولې ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، ملګرو ملتونو د خپل تاریخ په اوږدو کې تل هڅه کړې، چې په هېوادونو کې جګړې او تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سوله ییزه فضا کې د بشري ژوند زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا بشري اوربند د کورونا وبا پر مهال د ټولو نړیوالو غوښتنه ده او یو ځل بیا یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل