۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو د ځینو رایو بیا شمېرنه پیل شي

سی شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۶
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو د یو شمېر رایو د بیا شمېر پروسه پیل شي.
ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو د ځینو رایو بیا شمېرنه پیل شي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو د یو شمېر رایو د بیا شمېر پروسه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه، د ولسمشرۍ د ځینو رایو بیا شمېر پرون دوشنبې د لړم ۱۳ مه پیل شوی واي، خو د کمېسیون چارواکو ویلي، دغه بهیر به نن سه شنبې د لړم ۱۴ مه پیل شي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي له جمهور خبري آژانس سره تلېفوني خبرو کې و ویل، چې د رایو د بیا شمېر بهیر نن هم پیل نه شو.

نوموړي زیاته کړه، چې د رایو د بیا شمېر بهیر په ډېر ژر پیل شي او نن له غرمې وروسته به یې د پیلېدونکې نېټې په اړه معلومات د افغانستان له خلکو سره شریک شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې تر اوسه د رایو د بیا شېمر بهیر نه دی پیل شوی، ابراهیمي و ویل، هغه مرکزونه او محلات چې ټاکل شوې رایې یې بیا شمار شي، ځینې معلوماتو، وضاحت او زیات تحلیل ته اړتیا لري.

دی وایي، د بیا شمېرنې پروسه کې به هغه بایومتریک رایې بیا شمېرل کېږي، چې د پایلو له جدول سره سمون ونه لري او یا هم د وخت تر پیل او پای ته رسېدو وروسته کارول شوې وي.

 دا په داسې حال کې ده، ځینې ټاکنیز ټیمونه د رایو د بیا شمېر پروسې د ژر پیل غوښتنه کوي، خو ځینې نور بیا وایي، دا پروسه دې وځنډول شي.

د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم پرون په یوه خبري ناسته کې د رایو د بیا شمېر د ځنډ غوښتنه وکړه ویې ویل لومړی باید د لومړي پړاو شمېرنې د باوري رایو شمېر مشخص شي او وروسته د بیا دوهم ځلي شمېر پیل شي.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جووړنکی ټیم وايي، دوی ته د رایو د بیا شمېر پروسې ځنډول نور نه دوی ته او نه هم د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي