۰

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي ۸۰ سلنه رایې شمارل شوې دي

یکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، چې د ولسي جرګې له پاره تر سره شوې ټاکنې ۸۰ سلنه د رایې ورکولو په مرکزونو کې شمېرل شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي ۸۰ سلنه رایې شمارل شوې دي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ، چې د ولسي جرګې له پاره تر سره شوې ټاکنې ۸۰ سلنه د رایې ورکولو په مرکزونو کې شمېرل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیا نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ټاکنو د تېرې ورځې پروسه بریالی وبلله او په پر دغه پروسه یې نیوکې تر ډېره پورې د هغه کسانو کار وبله، چې د دغه په وینا له اوله سره یې شفافې ټاکنې نه غوښتې.

نوموړي زیاته کړه، چې په ټولو مرکزونو کې پرونۍ رایې ۸۰ سلنه شمارل شوې او پاتې ۲۰ سلنه به هم د نن ورځې تر پای پورې وشمارل شي.

هغه په دې برخه کې د کمېسیون هر ډول کمزوري رد کړه او زیاته یې کړه هغه نوماندان چې په ټاکنو کې د نه بریالیتوب احساس کوي په خوله او نورو رسنیو کې یې د کمېسیون پر وړاندې کمین نیولی او ناسم تبلیغات کوي تر څو د خلکو عامه فکرونه ګډوډ او د ټاکنو پر پروسه او کمېسیون بې باوره کړي.

صیا و ویل، چې مرکزي کمېسیون ته د رایې صندقونو د لېږد پروسه پیل شوې او په څو ورځو کې به دا پروسه په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.

نوموړي د دغه نیوکې او ستونزې په اړه چې په ځینو محلونو کې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي نه و او یا یې هم له بایومتریک سیستم سره بلدتیا نه درلوده و ویل، چې د پوهنې وزارت ښوونکو ته چې د بایومتریک په اړه یې زده کړې کړې وې یوازې یوه ورځ اجازه ورکړې وه او بل دا چې بایومتریک سیستم هم د ټاکنو کمېسیون باندې په ډېره کمه موده کې ومنل شو، خو له دې سره هم په نېږدې ټولو مرکزونو کې له دغه سیستم څخه کار اخستل شوی دی.

د هغه په وینا د ځینو محلونو تړل کېدو ستونزه د کمېسیون نه وه، بلکې هغه ښوونکي چې له کمېسیون سره یې دنده تر سره کوله، په خپل ژمنه وفا ونه کړه او د ټاکنو پر ورځ دندې ته حاضر نه شول.

نوموړي دا هم و ویل، چې په ځینو مرکزونو کې د زورواکانو له خوا د بایومتریک سیستم قصدآ له کاره غورځول شوی و تر څو درغلی ته لار برابره کړي.

هغه د بېلګې په توګه و ویل، چې په یوه محل کې ان زورواکانو د کمېسیون له کارکوونکو د بایومتریک دستګاه اخیستې او پر دا سر یې وهلي دي.

د ټاکنو کمېسیون رییس دغه راز زیاته کړه، چې په ځينو محلونو کې ان د پولیس او اردو یونیفورم ته هم احترام نه دی شوی او په زور ځینې زورواکان د رایې ورکولو مرکزونو ته د ننه شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې له دې سره سره کمېسیون ژمن دی چې دا ټول موضوعات به په جدي توګه څېړي او هېڅ زورواکي، غاصب، مفسد او قاتل ته به اجازه ورنکړي، چې په درغلی پارلمان ته د ننه شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس په وینا پرون ۴۰۱ مرکزونه د هېواد په کچه د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله تړل شوي، چې نن به په کې ټاکنې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي