د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په ۲۷ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې بهیر بشپړ شوی او تر سبا پورې به د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه پرېکړه وشي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند علي افتخاري
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون په دارالانشا کې د ۲۷ ولایتونو د رایو څېړلو پروسه بشپړه شوې او د کمېسیون مشرتابه ته لېږل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د دغه ولایتونو د رایو د تحلیل او تجزیې په اړه د کمېسیون د مشرتابه کار روان دی، چې د نن ورځې تر پای پورې به دغه کار هم ختم شي.
د هغه په وینا تر سبا پورې به کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي، چې پرته د ۷ ولایتونو له رای شمېرنې یې اعلان کړي او که د دغه ولایتونو رای شمېرنې ته انتظار شي.
هغه دا هم و ویل، چې معترض انتخاباتي ټکټونه لا هم د ستونزو د حل په موخه له کمېسیون سره خبرو ته نه دي چمتو او پر خپل دریځ چې د ۳ سوره زره رایو ابطال غواړي ولاړ دي.
خو په وینا یې کمېسیون د قانون او کړنلارو سره سم خپل کارونه مخ ته وړي او د رایو د ابطال واک نه لري، بلکې باوري او نه باوري رایو د تشخیص صلاحیت لري.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض