۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره:

د ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډولو لپاره هېڅ دلیل او پلمه نشته

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۹
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، د دوی کارونه په ښه همغږۍ مخ ته روان دی، او د د ټاکنیزو پایلو د اعلان ځنډولو لپاره هېڅ دلیل او پلمه نشته.
د ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډولو لپاره هېڅ دلیل او پلمه نشته
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، د دوی کارونه په ښه همغږۍ مخ ته روان دی، او د د ټاکنیزو پایلو د اعلان ځنډولو لپاره هېڅ دلیل او پلمه نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني دغه څرګندونې دوشنبې د تلې ۱۵ مه کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند د هغو څرګندونو په ځواب کې چې د پایلو اعلان به لږ تر لږه ۵۰ نورې ورځې ونیسي وکړې.

نوموړې ټینګار وکړ، چې په ښه همغږۍ، د ډیجیټل سیسسټم او معلوماتي بانک ته د رایو د رسولو کار روان دی او د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د میزان په ۲۷مه اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې زیاته کړه، چې نړیوال همکاران یې هره ورځ  د کار د جریان څارنه کوي او هغوی هم د دوی له رڼو کارونو راضي ښکاري.

په همدې کنفرانس کې د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا عبدالله هم وویل چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ هیڅ دلیل نشته، خو که تخنیکي ستونزه راغله بیا به هم له خلکو سره خبره شریکه کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې هم و ویل، چې له کمېسیون سره یې ټول کارونه په ښه همغږۍ روان دي او هڅه کوي، چې شکایتونه په دقیق ډول وڅېړي او سپنې او تورې رایې سره بېلې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه ورسره له ټاکنو څخه ۴۵۲۸ شکایتونه ثبت شوي دي چې په ۲۷ کتګورویو کې یې پلټنې او ارزونه هم پيل شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایتونو اورېدو کمېسیون ټینګار وکړ چې یوازې بایومتریک شوې رایې به شمېرل کېږي او له هغې پرته رایې ورته د منلو نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي