۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

د بایو متریک ځینې الې ورکړې شوې، له ځینو زورواکانو حافظې ایستلې

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، کابل او ځینو ولایتونو کې د ټاکنو اړوند ځینې بایومتریک الې ورکې او له ځینو نورو حافظې ورکې شوې دي.
د بایو متریک ځینې الې ورکړې شوې، له ځینو زورواکانو حافظې ایستلې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، کابل او ځینو ولایتونو کې د ټاکنو اړوند ځینې بایومتریک الې ورکې او له ځینو نورو حافظې ورکې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله نن شنبې د تلې ۱۳ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، کابل کې د بایومتریک ۷ الې ورکې شوې او د ۲۲ نور حافظې زورواکانو ترې ایستلې.

خو زیاته کړه، چې په نورو هغو ولایتونو کې چې دغه الې ورکې شوې، د اړوندو محلونو د رایو د باورمنتیا په اړه به له ټاکنیزې تګلارې سره مطابق پرېکړه وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس تر اوسه د ۲۱ زره محلونو رایې کمېسیون ته رسېدلې او شپږو زرو محلونو رایې سکن شوې دي.

مولانا عبدالله و ویل، چې تر اوسه د ۲۲ ولایتونو ټاکنیز حساس مواد مرکز ته رسېدلي او د پاتې ولایتونو به هم د نن ورځې تر پای ورسېږي.

نوموړي ټینګار وکړ، کله چې ټولې بایومټرېک الې کمېسیون ته ورسېږي، رایې به په دوو پړاونو کې پاکې کړل شي، او په دوهم پړاو کې به بایومټرېک شوې رایې هم د ځینو ستونزو او احتمالي سرغړونو له کبله ارزول کېږي او چاڼ کېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دغه کمېشنر دا هم و ویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې به د مهال وېش سره سم د تلې په ۲۷ مه اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي