۰
د ټاکنو کمېسیون:

د بیا رای شمېرنې پروسې له بشپړېدو سره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو

سی شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د بیا رای شمېرنې پروسې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ډېر ژر اعلان کړي.
د بیا رای شمېرنې پروسې له بشپړېدو سره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د بیا رای شمېرنې پروسې په بشپړېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ډېر ژر اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون د لیندۍ له تېرې یکشنبې لیندۍ ۲۴ مې په ۷ پاتې ولایتونو کې، چې د ثبات او همپالنې ټیم له خوا یې مخه نیول شوې وه، د بیا رای شمېرنې پروسه پیل کړې.

پرون د کمېسیون چارواکو ویل، چې په دریو ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پروسه پای ته رسېدلې او په څلورو نورو ولایتونو کې هم جریان لري.

د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات نن سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، په پام کې وه، چې پرون په پاتې څلورو ولایتونو کې هم د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شي، خو په وینا یې دا چې محلونه زیات و، نو دغه بهیر نن هم دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، چې نن په بغلان، فاریاب او بدخشان ولایت کې د بیا رای شمېرنې پروسه روانه ده او تمه ده، چې ژر بشپړه شي.

د هغه په وینا د پنجشېر ولایت د بیا رای شمېرنې او څېړنې مواد مرکز ته رسېدلياو نن سهار یې په مرکز کې د جمع بندۍ کار روان دی.

دی زیاتوي، چې د جوزجان، سرپل او تخار ولایتونو د بیا رای شمېرنې او څېړنې معلومات او پاڼې په لاره دي او نن به مرکز ته ورسېږي.

ښاغلي سادات ټینګار وکړ، دا چې د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شي، نو د ټاکنو کمېسیون به ډېر ژر د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې دوه نیمې میاشتې وړاندې د تلې په ۶ مه نېټه تر سره شوې، خو پایلې یې لا تر اوسه نه دی اعلان شوې.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي