د بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګرو ملتونو د افغانستان د پولیس نوم د دغه سازمان له بدنام لېست څخه وایسته.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه خپره کړې خبرپانه کې د ملګرو ملتونو د دې اقدام هرکلی کړی دی.
سرچینه وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي په ۲۰۲۰ کال کې د ماشومانو او پوځي شخړو په اړه راپور کې د ماشومانو د ګمارنې او ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالي مخینوي برخه کې د افغانستان د پولیسو د عمل پلان تطبیق بریالی بللی وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا پرمختګ د بشري حقونو نړیوالو ارزښتونو ته د افغانستان د حکومت ژمنتیا څرګندوي او د ښه حکومتولۍ بېلګه ده.
خبرپانه کې له نړیوالو بنسټونو او نورو هیوادونو غوښتل شوي، چې پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو باندې د فشار په راوړلو سره هغوی د ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالي مخنیوي او په جګړیزو لیکو کې له ګمارلو څخه راوګرځوي.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۳۸۹ کال کې په جګړه کې د ښکېلو پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د حضور له امله د افغانستان نوم په دغه لېست کې واچاوه.
جمهورخبري آژانس:کابل