۰

طالبانو له ۱۶ هېوادونو وغوښتل، چې کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي

پنجشنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۶
د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د ۱۶ هېوادونو له استازو سره د قطر پلازمېنه دوحه کې لیدلي دي.
طالبانو له ۱۶ هېوادونو وغوښتل، چې کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي
د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د ۱۶ هېوادونو له استازو سره د قطر پلازمېنه دوحه کې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۰ مه دوحه کې شوې او په کې افغان لوري له دغه استازو غوښتي، چې هېوادونه یې دې بېرته کابل کې خپل سفارونه پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، په دغه لیدنه کې د افغانستان پر امنیتي، اقتصادي، سیاسي، بشري او روغتیايي وضعیت خبرې وشوې.

یاده غونډه کې د المان، کاناډا، فنلنډ، نیوزیلنډ، ایټالیا، جنوبي کوریا، د اروپايي ټولنې کمېشنرۍ، هسپانیا، امریکا، ناروې، سویډن، هالنډ، استرالیا، برېتانیا او جاپان استازو ګډون درلود.

نوموړي زیاته کړې، چې د ناستې ګډوالو د افغانستان امنیتي وضعیت وستایه او ټینګار یې وکړ، چې له افغانستان سره باید بشردوستانه او روغتیايي مرستې وشي.

په ورته وخت کې افغان لوري د امنیت د خوندیتوب تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د دغه مرستو په رسولو کې به له بشري سازمانو سره پوره همکاري کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي متقي له دغه استازو وغوښتل، تر څو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او واقعیتونه له نېږدې وګوري تر چې له افغانستان سره د اړیکو نوی مثبت باب پرانستل شي.
 
دا غوښتنه پر داسې مهال کېږي، چې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، هند، المان او ځینو نورو اروپايي هېوادونو له وړاندې اعلان کړی، چې ډېر ژر به افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي