۰

غلام محمد اسحق زی ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی شو

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۳
د بهرنیو چارو وزارت وايي، غلام محمد اسحق زی ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
غلام محمد اسحق زی ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی شو
د بهرنیو چارو وزارت وايي، غلام محمد اسحق زی ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند ګران هېواد وویلي، اسحق زی به ډېر ژر ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي په توګه خپله دنده پیل کړي.

د یادونې ده، چې اسحق زی له ۲۰۱۶ کال راهیسې تر نن پورې آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د انکشافي برخې د استازي په توګه دنده مخ ته وړله.

له ده وړاندې عادله راز ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې دنده درلوده چې ویل کېږي اوس هغه امریکا کې د افغان سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي