۰

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل هالنډي سره لیدلي

یکشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۴
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هالنډي سیل سټیف بلاک سره کتلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل هالنډي سره لیدلي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هالنډي سیل سټیف بلاک سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د غوايي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي اتمر او ښاغلي بلاک لیدنه هاګ کې شوې ده.
 
سرچینه زیاتوي، ښاغلي اتمر د هالنډ له نظامي، سیاسي، اقتصادي او زراعتي همکاریو څخه په ستاينې سره، په افغانستان کې د هالند سرتیرو د تلفاتو له کبله خوخوږي څرګنده کړه.
 
ښاغلي اتمر همداراز په افغانستان کې د ترهګرۍ او مخدره توکو پروړاندې په مبارزه او پرمختيايي برخو کې د هالنډ د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
 
د ليدنې په ترڅ کې، د هالند بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د ناتو په چوکاټ کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې هېواد به يې د کرنې، پوهنې، د قانون حاکمیت او پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.
 
ښاغلي بلاک په افغانستان کې د خبریالانو په وژنه اندیښنه څرګنده کړه او د افغانستان حکومت څخه يې وغوښتل چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، د هالنډي دیپلوماتانو امنیت ډاډمن کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي