۰

افغان پلاوی د چین په ناسته کې ګډون کوي

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۱۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان پلاوی به هم د افغانستان په اړه درېیم جوړېدونکي سیمه ییز کنفرانس کې ګډون وکړي.
افغان پلاوی د چین په ناسته کې ګډون کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان پلاوی به هم د افغانستان په اړه درېیم جوړېدونکي سیمه ییز کنفرانس کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت مطبوعاتي سرچینې وايي، دغه غونډې ته به د امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی ورشي.

سرچینې زیاته کړې، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر متقي به په ناسته کې د ګډون تر څنګ د ځینو هې،ادونو له دیپلوماتیکو استازو سره هم وګوري.

په دې سفر کې به دغه راز له چینايي لوري سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو او بشردوستانه مرستو هم خبرې کېږي.

د یادونې ده، چې دا تر ایران او پاکستان وروسته درېیم کنفرانس دی چې د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه جوړېږي.

ټاکل وشې یاد کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په چین کې جوړ شي، چې د سیمې هېوادونه به په کې برخه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي