۰

اسلامي امارت: له پاکستان سره د اغزن تار موضوع له دیپلوماتیکو لارو حلوو

چهارشنبه ۱۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې وروستیو کې د ډېورنډ کرښې په ځینو برخو کې پېښې شوې، چې اسلامي امارت یې د دیپلوماتیک حل په لټه کې دی.
اسلامي امارت: له پاکستان سره د اغزن تار موضوع له دیپلوماتیکو لارو حلوو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې وروستیو کې د ډېورنډ کرښې په ځینو برخو کې پېښې شوې، چې اسلامي امارت یې د دیپلوماتیک حل په لټه کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، اسلامي امارت د تفاهم، خبرو اترو او ښه ګاونډيتوب له لارې د ستونزو پر اواري باور لري.

نوموړي زیاته کړېو چې اسلامي امارت به د دغو پېښو په اړه له پاکستان سره له ديپلوماتيکو لارو خبرې وکړي.

په وروستيو څو ځله د افغانستان له مختلفو سيمو د طالبانو له خوا پر ډیورنډ کرښې د اغزن تار د شلولو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون ژمنه وکړه چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره به له افغانستان سره په «پوله» کې د ازغن دېوال جوړولو ته دوام ورکړي.

هغه په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د ازغن دېوال د تېرولو پر سر د دوو خواوو ترمنځ نه پوهاوی له دیپلوماتیکې لارې حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي