۰

اسلامي پراختیايي بانک: موږ په افغانستان کې ۱۴ پروژې پلې کړې

دوشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۰
اسلامي پراختیايي بانک د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دغه بانک په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۱۴ بشري پروژې پلې کړې دي.
اسلامي پراختیايي بانک: موږ په افغانستان کې ۱۴ پروژې پلې کړې
اسلامي پراختیايي بانک د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دغه بانک په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۱۴ بشري پروژې پلې کړې دي.

دغه بانک ټینګار کړی چې په دغو پروژو کې کرنه، ښوونه او روزنه، د خوړو خوندیتوب، روغتیا، د اوبو مرستې، روغتیایی خدمتونه او د ژوند فرصتونه شامل دی.

د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق مشاور او همغږي کوونکي محمد جمال الساطي وویل: "په ۲۰۲۳ کال کې ۱۴ پروژې د ۳۵.۳۵ میلیونه ډالرو په ټولیز لګښت پلې شوې چې له دې جملې څخه ۲۴.۱۴ میلیونه ډالره د افغانستان د بشري مرستو د وجهي صندوق له لارې لګول شوي دي."

هغه وويل، چې دا پروژې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د ظرفيتونو په لوړولو سره د افغانانو اساسي اړتياوې پوره کولى شي.

د هغه په ​​وينا، اوسمهال د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له لارې په هېواد کې ١٦ پروژې پلې کېږي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق اوس د نړیوال مشارکت او ملاتړ څانګې او د اسلامي پراختیایي بانک د منابعو د تحرک ریاست له خوا د انقرې له سیمه ییز مرکز سره په همغږۍ اداره کیږي.

د دغه راپور له مخې، د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې تر اوسه د دغه صندوق له لارې له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۵ میلیونه ډالره راټول شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي