په پکتيا کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د ځمکې ښويېدو له امله د ګردېز-ډنډ پټان لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن دوشنبه د ثور په لسمه د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې له سختو اورښتونو وروسته رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې ياد سړک د ځاځي اريوب، څمکنيو، جاني خېلو، احمدخېلو، لجه منګل او ډنډ پټان ولسوالۍ سره نښلوي.
د ګردېز ډنډ پټان لاره د هېواد په سوېل ختيځ کې يو له مهمو ترانزيټي لارو څخه دى، چې له دې لارې سوداګريز توکي له پاکستان څخه افغانستان او برعکس لېږدول کېږي.
جمهورخبري آژانس