۰

د افغان سولې په اړه اجماع کې پر اوربند ټینګار شوی دی

شنبی ۲۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په تړاو د اجماع په شپږمه غونډه کې د جګړې پر پای ته رسېدو او اوربند ټینګار شوی دی.
د افغان سولې په اړه اجماع کې پر اوربند ټینګار شوی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې په تړاو د اجماع په شپږمه غونډه کې د جګړې پر پای ته رسېدو او اوربند ټینګار شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر لوړ پوړو دولتي چارواکو، سفیرانو، د آسيايي، اروپایي هیوادونو استازو او د افغانستان سیمه ایزو او نړیوالو همکارانو په ګډون پرون تر سره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه غونده کې د افغانستان سولې او دایمي اوربند په اړه بحثونه ترسره شول او ټولو په یوه خوله په اوربند ټینګار وکړ.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې ښاغلي اتمر، د سولې د دویم پړاو د خبرو مخ کې په شته ننګونو او د سولې پر اهمیت خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د سیمې او د نړۍ هېوادونو سفیرانو او استازو د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د هدفي وژنو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، غونده کې د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو د دوام او پرمختګ لپاره د اړوندو دولتونو له خوا ملاتړ اعلان شو.

خبرپانه کې زیاته شوې، د سیمې او د نړۍ هیوادونو استازو د ښکېلو خواوو د ژمنو په پوره کولو، اوربند رامینځته کولو باندې ټینګار وشو او دې برخه افغان حکومت ته د ملاتړ ډاډ هم ورکړل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو هم افغانستان کې پر روان تاوترخیوالي خواشني ښودلې، ویلي یې دي، چې افغانستان کې تاوتریخوالی خپل وروستي حد ته رسېدلي، چې مسوول یې طالبان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي