د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شپږ وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو له مخکې پلان شوي عملیات په ترڅ کې د مرکز اړوند د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په یوه پوسته کې د طالبانو غونډه په نښه کړه.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې دوه تنه نور جنګيالي ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: د دې طالبانو مشر چې د څلورمې امنيتي حوزې قوماندان بلل کيږي له يو شمير نورو طالب مشرانو سره په دغې پوستې کې شتون درلود او د خپلو ساتونکو په ښودلو سره يې د سيمې خلکو ته د خپل قدرت ښودنه کوله. "
پر دې سربیره د دغې پیښې د رامنځ ته کیدو یو ویدیو ټیپ هم خپور شوی دی.
جمهورخبري آژانس