په خوست ولايت کې باخبره سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې نيول شوي خبريالان د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، درې خبريالان چې د موسيقۍ د خپرولو او په خپله سيمه ييزه راډيو کې د ښځو د غږونو د خپرولو په تور نيول شوي وو، چې د ثور په ٩مه د يکشنبې په ماښام د طالبانو له زندانه خوشې شول.
د ناز راډيو خبريال اسماعيل سعادت، د اقرا راډيو خبريال وحيدالله معصوم او د خلکو غږ راډيو خبريال احسان الله تسل تېره اوونۍ د طالبانو له خوا د موسيقۍ د خپرولو او د ښځو د ټليفونونو د آډيو د خپرولو په تور نيول شوي او بنديان شوي دي.
تر دې مخکې په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی و چې دغه خبریالان به د دې ډلې له مقرراتو څخه د سرغړونې په تور محاکمه شي.
په ورته وخت کې په غزني ولایت کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن صفر هم د طالبانو له خوا نیول شوی او زنداني شوی دی.
په دې وروستیو کې د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې پر رسنیو بریدونه ودروي او په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د بشپړ تخریب مخه ونیسي.
دغه سازمان د "بیریا" او "نور" تلویزیونونو د خپرونو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه هم کړې ده.
د دغو دوو رسنیو خپرونې تېره اوونۍ د طالبانو د شکایتونو کمېسیون له خوا د خپرونو د سرغړونې له امله بندې شوې وې.
خو د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې "د طالبانو د پرلپسې بریدونو له امله د بیان د ازادۍ فضا ډېره کمه شوې ده او د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې پورې د طالبانو له خوا د محدودیتونو د زیاتوالي له امله تر ۸۰ سلنې زیاتې ښځینه خبریالانې رسنۍ پرېښي دي."
جمهورخبري آژانس