۰

اسلام آباد کې د افغان سفیر لور تښتول شوې او شکنجه شوې ده

شنبی ۲۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۹
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام آباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل لور نامعلومه وسله والو کسانو تښتولې وه.
اسلام آباد کې د افغان سفیر لور تښتول شوې او شکنجه شوې ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام آباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل لور نامعلومه وسله والو کسانو تښتولې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د چنګاښ ۲۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د عليخېل لور اسلام آباد کې د نامعلومه وسله والو له خوا تښتول شوې او له شکنجې وروسته خوشې شوې ده.

سرچینه وايي، نوموړې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لادې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا تښتونه په سختو ټکو غندلې او له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د دیپلوماتانو او د کورنیوو د غړو ژوند دې خوندي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي