بدخشان ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي، د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا د توقيف په حال کې يو افغان ځوان ځان سیند ته غورځولی او مړ شوی دی.
دا پېښه د یکشنبې په ورځ د ثور په ۹مه د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه ځوان د تاجکستان د پوله ساتو له خوا ونیول شو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا د چرس د قاچاق په تور نيول شوى دى.
د دې پېښې کره جزیات لا نه دي معلوم؛ خو دولتي سرچينو ويلي، چې دغه ځوان د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله د دواړو هېوادونو په ګډه بازار کې دوکان چلاوه.
جمهورخبري آژانس