۰

چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزه غونډه کړې ده

چهارشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۴
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخيزه غونډه جوړه شوې ده.
چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزه غونډه کړې ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخيزه غونډه جوړه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غونډه نن چهارشنبې د وري ۱۰ مه د افغانستان په اړه د ګاونډیو او سیمې او نړیوالو هېوادونو د غونډې په څنګ کې په بجېنګ کې شوې ده.

دا پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکنميدو وروسته د درې اړخيزو غونډو د ميکانيزم لومړۍ هغه ده چې نن په چين کې جوړه شوه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي په نننۍ غونډه کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي، هيله لري چې د درې اړخيزو غونډو ميکانيزم بيا را ژوندۍ شي.

بلخي زياتوي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورته غونډو ته د زمينې د برابرولو له کبله له چين مننه کړې او ويلي يې دي چې په سیمه کې د اقتصادي همکاريو لپاره ښه فرصتونه راټوکېدلي او دا ایجابوي چې درې واړه هيوادونه خپلمنځي همکارۍ لا ډيرې کړي.

متقي دغه راز ويلي چې افغانستان د بسپنو پر ځای له سيمې سره اقتصادي مشارکت ته ليوال دی. د متقي په خبره، افغانستان غواړي چي هم مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د ترانزټ له لاري سره وصل کړي او هم د افغانستان محصولات د پاکستان له لاري چین او هند ته ورسیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي