۰

نن له افغانستانه و چین ته د جلغوز صادرات بېرته پیلېږي

یکشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن یکشنبې د لړم ۹ مه به له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو صادرات بېرته پیل شي.
نن له افغانستانه و چین ته د جلغوز صادرات بېرته پیلېږي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن یکشنبې د لړم ۹ مه به له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو صادرات بېرته پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان سوداګرو د جلغوزو لومړۍ بسته به د هوايي کارګو له لارې چین ته ولېږدول شي.

د وزارت د معلوماتو پر اساس د دغه صادراتو په اړه د روانې میلادي میاشتې په ۲۶ مه په دوحه کې هوکړه شوې وه.

باید و ویل شي، روان کال د څو میاشتو لپاره د جلغوزو په صادراتو کې ځنډ راغلی و، خو اوس چین ژمنه کړې چې د جلغوزیو تر څنګ به د افغانستان نورو صادراتو ته هم لار پرانیزي او د سوداګرۍ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي