۰

نن د کابل – جلال آباد لار تړل کېږي

سی شنبه ۵ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۸
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، نن سه شنبې د سلواغې ۵ مه مازیګر مهال به د کابل – جلال آباد لار د ترافیکو پر مخ وتړل شي.
نن د کابل – جلال آباد لار تړل کېږي
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، نن سه شنبې د سلواغې ۵ مه مازیګر مهال به د کابل – جلال آباد لار د ترافیکو پر مخ وتړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لاره په سروبي سیمه کې د غرونو په بیړنو څوکو کې د کار کولو له امله د مازدېګر له څلورو بجو د ټرافیکو پرمخ وتړل شي.

د ټولګټو وزارت له ټولو مسافرو غوښتنه کوي چې پر دغه لاره دې تر بلې خبرتیا پورې له سفر کولو ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي