۰

پاکستان کې د ترسره شویو ټاکنو په اړه نانندرۍ زیاتې شوې

سی شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
په پاکستان کې د ترسره شویو پارلماني او ایالتي ټاکنو په اړه نانندرۍ زیاتې شوې او یو شمېر سیاسي ګوندونو وايي د ټاکنو پایلې نه مني او له سره دې وشي.
پاکستان کې د ترسره شویو ټاکنو په اړه نانندرۍ زیاتې شوې
په پاکستان کې د ترسره شویو پارلماني او ایالتي ټاکنو په اړه نانندرۍ زیاتې شوې او یو شمېر سیاسي ګوندونو وايي د ټاکنو پایلې نه مني او له سره دې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان پارلماني او ایالتي ټاکنې د تېرې پنشنبې په ورځ تر سره شوې، چې په کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر ټولو مخکښ او د پاکستان احمتالي لومړی وزیر ګڼل کېږي، خو لا یې هم د صدارت له پاره پوره څوکۍ نه دي وړې او پر ائتلافي حکومت جوړولو بوخت دی.

که څه هم د دغه ټاکنو په همغه لومړی ورځ د پراخې درغلۍ او دغه راز په ټاکنو کې د پوځ او استخباراتو له خوا د عمران خان په ګټه د ملاتړ راپورونه ورکړل شوي، خو له ټاکنو وروسته نانندرۍ ورځ تر بلې زیاتې شوې.

یو شمېر سیاسي ګوندونو دغه ټاکنې له درغلۍ ډګې بللې او وايي، نه یوازې دا چې د ټاکنو پایلې نه مني، بلکې د بیا تر سره کېدو غوښتنه یې کوي.

له دغه ګوندونو یو هم د اسفندیار ولي خان په مشرۍ د عوامي نېشنل ګوندی دی، چې د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو ضد احتجاجونه کړي دي.

مشر اسفندیار ولي خان پرون په چارسده کې خپلو پلویانو ته ویلي، چې پوځ او د ټاکنو کمېسیون په درغلیو کې لاس درلود او باید ټاکنې له سره وشي.

د ولي خان پلویانو ستر لاریون هم وکړ، او په دغه لاریون کې یې هغه شعارونه (یې جو دهشتګردي هې اس کې پیچې وردي هې)  بدرګه کول، چې وړاندې تر دې د منظور پښتین په مشرۍ د پي ټي ایم یا پښتون تحفظ مومنټ ګوند ورکړي وو.

داسې ویل کېږي چې خپله ولي خان هم د پوځ او پاکستان ضد سخت توند شعارونه ورکړي دي او د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه غوښتي چې د دغې پېښې پلټنې دې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي