۰

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تصویب کړه

دوشنبه ۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۱
له حکومت سره تر دوه میاشتو جنجال او ننداریو وروسته ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.
ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تصویب کړه
له حکومت سره تر دوه میاشتو جنجال او ننداریو وروسته ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې مشر میر رحمان رحماني د نن دوشنبې کب ۴ مې په عمومي غونده کې د ځانګړو کمېسیونو له خوا د بودیجې په اړه د راپورونو تر اورېدو وروسته د بودیجې طرحه تلار ته د رایې لپاره وړاندې کړه.

د جرګې د نن ورځې نصاب ۱۴۷ تنه و، چې له ډلې یې ۱۴۴ تنو غړو بودیجې ته د تایید او درې تنو د رد رایه ورکړه او بودیجه د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.

د ولسي جرګې رییس دا ورځ د جرګې او غړو لپاره تاریخي ورځ وبلله چې په وینا یې له دوه میاشتو مقاومت وروسته په دې وتوانېدل، چې پر حکومت د خلکو غوښتنې په بودیجه کې ومني.

رحماني وايي، همدا د ولسي جرګې د غړو مقاومت و، چې حکومت یې دې ته اړ کړ، چې په بودیجه کې د خلکو غوښتې ومني او دغه راز له بې ځایه لګښتونو او حیف میل څخه مخنیوی وکړي.

د ولسي جرګې رییس ټینګار وکړ، چې له حکومت سره د جرګې اختلاف د دیموکراسۍ له ښېګڼو څخه دی او جرګه به تل د نظام ملاتړې وي.

نوموړي له حکومت څخه هم مننه وکړه، چې د ولسي جرګې له خوا د بودیجې د اصلاحي طرحې سره یې موافقت وښود او د ښوونکو، اجیرانو او ټیټ پوړو مامورینو په معاش کې یې دوه زره افغانۍ زیاتوالي قبول کړ.

د ولسي جرګې له خوا د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه پر داسې مهال تصویب شوه، چې نور جرګه په ژمنیو رخصتیو ځي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي