۰

له ګڼو مخالفتونو سره لویه مشورتي جرګه نن پیلېږي

دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۸
د ګڼ شمېر سیاستوالو او سیاسي ګوندونو له مخالفتونو سره سره ټاکل شوې د سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه نن دوشنبې د غوايي ۹ مه کابل کې جوړه او پیل شي.
له ګڼو مخالفتونو سره لویه مشورتي جرګه نن پیلېږي
د ګڼ شمېر سیاستوالو او سیاسي ګوندونو له مخالفتونو سره سره ټاکل شوې د سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه نن دوشنبې د غوايي ۹ مه کابل کې جوړه او پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه جرګې ته چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه کابو درې زره استازي راغوښتل شوي ښايي تر څو شېبو پورې د ولسمشر غني په وینا پرانستل شي.

د جرګې غړي به تر دریو ورځو پورې په جلا جلا کمېټو کې د سولې په اړه نظرونه سره شریک او حکومت ته به د سولې په اړه کړنلاره پر لاس ورکړي.

د دغه جرګې لپاره کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، او ان د لویې جرګې خواته سیمو کې پلیو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي