۰

د متقي په مشرۍ افغان پلاوی سبا اسلام آباد ته ځي

سی شنبه ۱۸ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۴۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سرپرست وزیر ملا امیرخان متقي په مشرۍ به افغان پلاوی اسلام آباد ته ولاړ شي.
د متقي په مشرۍ افغان پلاوی سبا اسلام آباد ته ځي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سرپرست وزیر ملا امیرخان متقي په مشرۍ به افغان پلاوی اسلام آباد ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، دغه پلاوی به سبا چهارشنبې د لړم ۱۹ مه اسلام آباد ته رسمي سفر وکړي.

نوموړی وايي، په دې سفر کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسایلو، ترانزیت او د دواړو لورو خلکو ته په تګ راتګ د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو خبرې کېږي.

له متقي سره په دې سفر کې د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستان او په بېلو برخو کې جوړ شوي کاري ګروپونه ملتیا کوي.

بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، دغه کاري ګروپونه به له پاکستاني لوري سره د اړیکو د پراختیا او سوداګریزو چارو د اسانتیا طرحې او پلانونه شریکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي