۰

کابل ښاروال د سرپرستۍ دنده پرېښوده

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
د کابل ښاروال عبدالله حبیب زی وايي، خپله دنده یې پرېښې او ولسمشر غني یې استعفی منلې ده.
کابل ښاروال د سرپرستۍ دنده پرېښوده
د کابل ښاروال عبدالله حبیب زی وايي، خپله دنده یې پرېښې او ولسمشر غني یې استعفی منلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حبیب زي دغه اعلان پر خپله فسبوک پانه کړی او زیاته کړې یې ده، چې ولسمشر غني نن د ده استعفی منلې ده.

نوموړي د ولسمشر غني څخه مننه کړې، چې پر ده یې باور کړی او ملاتړ یې ورڅخه کړی وو.

باید و ویل شي، چې حبیب زی د کابل ښاروالۍ د مسلکي مرستیال رسمي دنده لري، خو له تېرو دریو کلونو راهیسې یې د دې دندې تر څنګ د ولسمشر له خوا د کابل ښاروالۍ د سرپرست په توګه ګمارل شوی وو.

نوموړي ادعا کړې، چې کابل ښاروالۍ کې یې زیادې برنامې پلې کړې او یو شمېر نورې ښې برنامې هم د پلي کېدو په حال کې دي، چې د کابل بڼه به ورسره بدولون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي