۰

د افغانستان په اړه د چین غونډه سبا جوړېږي

سی شنبه ۹ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۲
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه به سبا چهارشنبې د مارچ ۳۰ مه د چین د ختیځ انهوی ولایت په تونشي کې غونډه جوړه شي.
د افغانستان په اړه د چین غونډه سبا جوړېږي
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه به سبا چهارشنبې د مارچ ۳۰ مه د چین د ختیځ انهوی ولایت په تونشي کې غونډه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه غونډه کې چې پنشنبې به هم دوام ولري، د افغانستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون وکړي.

چین وايي، د دې غونډې د جوړېدو هداف دا دی، چې نړیوال په دې حساس وخت کې د افغانانو زیات ملاتړ وکړي، ځکه په وینا یې افغانان په داخل او بهر کې له ستونزو سره مخ دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، له دې غونډې یې د جوړېدو هدف دا دی چې نړیوال په دغه حساس وخت کې د افغانانو زیات ملاتړ وکړي.

د دغه وزارت ویاند وانګ وینبین وايي، د غونډې ډېر تمرکز به له افغانانو سره د بشري مرستو پر موضوع راڅرخي.

نوموړي زیاته کړه د غونډې مشري به د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کوي او د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي وي.

ده ویلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ګډون وکړي او دغه راز د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران به هم د ځانګړو مېلمنو په توګه په دې غونډه کې ګډون کوي.

د قطراو اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو، په تېرو څو ورځو کې د دوحې فورم په څنډه کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره په لیدنو کتنو کې د افغانستان پر روان وضعیت پر خبرو سربېره دغه‌راز له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې هم کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین په دې اړه چې چین د دغې غونډې له جوړېدو څه تمه کوي ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت په یوه حساسه مرحله کې دی او افغانان له ګڼو داخلي او بهرنیو ننګونو سره مخ دي او دوی د نړیوالو ډېر ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي