۰

چین: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان په اړه محتاط و اوسي

چهارشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۷
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د مسئلې په اړه محتاط و اوسي او په احتیاط قدمونه واخلي.
چین: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان په اړه محتاط و اوسي
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د مسئلې په اړه محتاط و اوسي او په احتیاط قدمونه واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند وانګ ون بين پرون سه شنبې د وږي ۲ مه يوه خبري ناسته کې ویلي،افغانستان يو خپلواک او حاکميت لرونکی هېواد دی.

نوموړي زیاته کړېامريکا او ملګري هېوادونه يې بايد له تاريخ څخه درس واخلي او د افغانستان مسئلې په اړه دې پر خپلو ناوړو کړنو کتنه وکړي  او محتاطانه روحيه او اقدامات دې غوره کړي.

وانګ ون وايي، نړيواله ټولنه بايد پر مثبت لوري د افغانستان د حالاتو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د سولې او بيارغونې، د خلکو د ژوند د ښه والي او د پرمختګ د قوت د لوړوالي په برخو کې دې د افغانستان له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړي، چې د بنديزونو لګول مسئله نه شي حلولی، بلکې منفي اغېزې به ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د جي ۷ یا سترو صنعتي هېوادونو په غونده کې ټینګار وشو، چې دوی د طالبانو اعمال څاري او په اړه به یې عجولانه پرېکړه ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي