۰

قطر: نړیواله ټولنه دې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي

پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۲
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، نړیواله ټولنه دې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي.
قطر: نړیواله ټولنه دې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، نړیواله ټولنه دې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې او لوړپوړې چارواکې اولوا رشید په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، نړیواله ټولنه باید له طا لبانو سره تعامل او اړیکو ته ادامه ورکړي او د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یې دې خپل شرایط واضح کړي.

د هغې په وینا له طالبانو سره یې د راتلونکي حکومت پر جوړښت اوږده بحثونه کړي دي او دوی ته یې ویلي چې په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو د حکومتونو په تقلید کولی شي په خپل هېواد کې نوی حکومت جوړ کړي.

په ورته وخت مېرمن رشید وايي، طالبان هم باید له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د ښځينه وو زده کړو او کار ته زمینه برابره کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، نړیواله ټولنه دې د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بېړه نه کوي، خو د دې جدي اړتیا ده چې په افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره له دغه ډلې سره تعامل او اړیکې ادامه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي