۰
د پاکستان لومړی وزیر:

نړیواله ټولنه دې د افغان کدوالو د ستنېدو په تړاو خپل مسؤولیت ادا کړي

چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۶
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.
نړیواله ټولنه دې د افغان کدوالو د ستنېدو په تړاو خپل مسؤولیت ادا کړي
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عباسي تېره ورځ سه شنبې د (کب اوله) د پاکستان د مرکزي حکومت د کابینې په غونده کې دغه څرګندونې کړې.

د عباسي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې ناسته کې د نورو مسایلو تر څنګ پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه هم بحث شو، او د پاکستان لومړي وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او په خپل هېواد کې یې د ځای پر ځای کولو په لړ کې خپلې ژمنې پوره کړي.

په دې خبرپانه کې ویل شوی، پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له پاکستانه بېرته ستنېدونکو راجسټر افغان کډوالو ته به هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه‌یې په بېلابېلو سپارښتنو غور کړی دی.

د پاکستان د مرکزي حکومت کابینې همدا شان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې هم د افغان کډوالو په ارام او خوندي بېرته ستنېدنه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي