۰
ولسي جرګه:

افغان حکومت او نړیواله ټولنه دې د جنرال رازق د ترور پېښه جدي وڅېړي

چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۸
ولسي جرګې د کندهار ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق شهادت یو لوی ملي زیان وباله او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې دغه پېښه جدي وڅېړي.
افغان حکومت او نړیواله ټولنه دې د جنرال رازق د ترور پېښه جدي وڅېړي
ولسي جرګې د کندهار ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق شهادت یو لوی ملي زیان وباله او له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې دغه پېښه جدي وڅېړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن چهارشنبې لړم دوهمې په عمومي غونډه کې وکیلانو د جنرال عبدالرازق پر وژل کېدو ژوره خواشني وښوده او هغه یې د خپلواکۍ د لارې قرباني وباله.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار چې د نن غونډې ریاست یې تر غاړه و، و ویل، چې ولسي جرګه له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي، چې د جنرال عبدالرازق د ترور پېښه جدي وڅېړي او پایلې یې له ولس سره شریکې کړي.

هغه و ویل«هر چا چې په دې پېښه کې لاس درلود باید په سزا ورسول شي او دا پېښه نه باید یوازې په محکومیت پای ته ورسېږي.»

د جرګې غړي سید علي کاظمي هم پر حکومت او نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي، ځکه د ده په وینا که ونه څېړل شي، دغه ځنځیري وژنې به دوام ولري او دښمن به نور هم زړور کړي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبیدالله بارکزي بیا و ویل، چې پنجاب قهرمان رازق له موږ څخه واخیست، ولې دغه څخه زموږ د ولس ملي یووالي وښود.

د هغه په وینا د افغانستان ټولو مېشتو قومونو که پښتون دی، که تاجک، هزار، ازبک او که نور درانه قومونه دي ټولو د جنرال رازق په وژل کېدو اوښکې تویې کړې، چې دا خپله د ملي یووالي ښکاره ثبوت دی.

ښاغلي بارکزي و ویل،«دښمن زموږ د داسې شخصیتونو لکه جنرال عبدالرازق چې په ځنځري وژنو خپل هدف ته نه شي رسېدلي او دا د افغان ولس د ټوټه کولو ارمان به ګور ته یوسي.»

د جرګې یو بل غړي محمد عارف رحمانی، جنرال رازق له هر ډول تعصب او تبعیض څخه پاک افغان اتل وباله، چې په وینا یې ټول ولس یې پر مړینه د غم پر ټغر ناست دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون مشرانو جرګې هم په خپله عمومي غونده کې له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د جنرال عبدالرازق د ترور پېښه په جدي توګه وڅېړي.

جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال مومن حسین خیل د تېرې پنشنبې د تلې ۲۶ مه د کندهار ولایت مقام کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره تر یوې غوندې وروسته د ولایت مقام په انګړ کې د والي زلمي ویسا د ساتونکي په ډزو و وژل شول.

په دغه برید کې والي ویسا او یو امریکایي جنرال ټپیان شول، خو د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له بریده روغ ووت.

طالبانو د برید مسؤولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل، چې برید کوونکی د دوی نفوذي کس چې د والي د ساتونکي په توګه په دنده ګمارل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي