۰

اتمر د امریکا له شارژدافیر سره پر سوله خبرې کړې دي

دوشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۴
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان او امریکایي ديپلوماتانو د افغان سولې په هکله د ترکیې پر جوړېدونکې غونډې او سولې خبرې وکړې.
اتمر د امریکا له شارژدافیر سره پر سوله خبرې کړې دي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان او امریکایي ديپلوماتانو د افغان سولې په هکله د ترکیې پر جوړېدونکې غونډې او سولې خبرې وکړې.

د جمهورآژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د وري ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د امریکا د شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې ښاغلي اتمر له ویلسن سره پر افغان سولې او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس په هکله خبرې وکړې.

اعلامیه وايي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او تمه یې وښودله چې د استانبول غونډه په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودلی شي.

سرچینه زیاتوي محمد حنیف اتمر د افغان سولې په هکله د مسکو کنفرانس او دغه راز له سولې د اسیا زړه هېوادونو ملاتړ خورا مهم وباله او تمه یې وښوده چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ افغان جګړه پای ته ورسول شي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس امریکایي او افغان لوري د اړیکو پر پراختیا، د ترکیې د غونډې پر اجنډا او دوه اړخیزو همکاریو هم بحثونه او خبرې وکړې.

ټاکل شوې په ترکیه کې د افغان سولې په هکله کنفرانس د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ جوړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي