غلام محمد اسحق زی ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی شو

5 جوزا 1400 ساعت 7:43

د بهرنیو چارو وزارت وايي، غلام محمد اسحق زی ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی دی.


د بهرنیو چارو وزارت وايي، غلام محمد اسحق زی ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند ګران هېواد وویلي، اسحق زی به ډېر ژر ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي په توګه خپله دنده پیل کړي.

د یادونې ده، چې اسحق زی له ۲۰۱۶ کال راهیسې تر نن پورې آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د انکشافي برخې د استازي په توګه دنده مخ ته وړله.

له ده وړاندې عادله راز ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې دنده درلوده چې ویل کېږي اوس هغه امریکا کې د افغان سفیرې په توګه ټاکل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139153

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139153/

جمهور
  https://www.jomhornews.com