۰
اسلامي امارت:

د افغانستان کنګل کړې پیسې دې خیره موسسو ته نه ورکول کېږي

شنبی ۲۱ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۰
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د کنګل شویو پیسو له جملې ۳.۵ میلیارده ډالر چې د امریکا محکمې يې په اړه پرېکړه کړې ده خیره موسسو ته دې نه ورکول کیږي.
د افغانستان کنګل کړې پیسې دې خیره موسسو ته نه ورکول کېږي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د کنګل شویو پیسو له جملې ۳.۵ میلیارده ډالر چې د امریکا محکمې يې په اړه پرېکړه کړې ده خیره موسسو ته دې نه ورکول کیږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن تیره میاشت د یو فرمان په لاسلیک سره ویلي‌ و چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالر به له افغانانو سره د بشرې مرستو په هدف خیره موسسوته ورکړل شي. او پاتې ۳.۵ ملیارده به یې په امریکا کې پاتې وي تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوې پریکړه نه وې شوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدنه کې دواړو لورو توافق کړی چې دغه پسې به په هېڅ صورت خیره موسسو ته نه ورکول کیږي.

افغان حکومت وايي، امیر خان متقي تېره ورځ په ترکیه کې د انتالیا فورم ناستې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وست سره کتلي دي.

اسلامي امارت زیاته کړې، چې د افغانستان ټولې کنګل شوي پیسې دې د افغانستان بانک په اختیار کې ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي