۰

هند: د افغانستان د نوي حکومت سره تعامل پیلوو

دوشنبه ۱۶ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۶
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ديپلوماتیکو چینلونو د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل پيلوي.
هند: د افغانستان د نوي حکومت سره تعامل پیلوو
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ديپلوماتیکو چینلونو د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل پيلوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند آریندام باګچي رسنیو ته ویلي چې دمګړی په ديپلوماتیکو برخو کې ځینې ستونزې شته دي چې تر حل کېدو وروسته به یې د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل ته ادامه ورکړي.

باګچي زیاته کړې، چې اوس مهال هم د ديپلوماتیکو ګروپونو په کچه له افغانستان سره اړیکې شته دي او په ډهلي کې د افغانستان سفارت هم فعال دی، خو د ځينو ستونزو تر حل وروسته به یې کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

دی وايي، دا د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده، بلکې د رسمیت پېژندل د نړیوالې ټولنې په پرېکړه پورې اړه لري او دوی هم له نړیوالې ټولنې سره په دې برخه کې همغږي دي.

هند وایي له افغانستان سره ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې لري او ددې اړیکو ساتلو ته ژمن دي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد هم له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، چې دوی غواړي له هند سره ښې اړیکې او تعامل ولري.

ښاغلي یعقوب مجاهد ان دا هم ویلي، چې افغان حکومت له ديپلوماتیکو تعاملونو وروسته غواړي له هند سره په دفاعي برخه کې هم تعامل وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي