۰

امیرخان متقي: ژمن او هېواد ته وفاداره پوځ به جوړ کړو، خو ډېر لوی به نه وي

شنبی ۲۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۳
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نه لري او مخکني رژیم ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړیو ته به په خپلو لیکو کې ځانی ورنه کړي.
امیرخان متقي: ژمن او هېواد ته وفاداره پوځ به جوړ کړو، خو ډېر لوی به نه وي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نه لري او مخکني رژیم ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړیو ته به په خپلو لیکو کې ځانی ورنه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې پرون په اسلام آباد کې د پاکستان د ستراتېژیکو مطالعاتو په انستېتیوت کې کړې دي.
 
نوموړي زیاته کړې، کوم پوځ چې بهرنۍ مداخلې جوړ کړی و، په دومره ډېر شمیر ورته نوره اړتیا نشته.

سره له دې چې طالبانو مخکې ویلي و د افغانستان د مخکني رژیم امنیتي او دفاعي ځواکونه به په نوي پوځ کې شامل کړي خو متقي وايي، افغانستان وړونکي پوځ ته اړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړي، چې دوی به د داسې کسانو نه پوځ جوړوي چې وفادار او هېواد پالنې ته ژمنتیا ولري.

ښاغلي متقي په ورته وخت په نړیوالې ټولنې تور ولګاوه چې د بشري حقونو او د ټولشموله ادارې د جوړیدو موضوع د سیاسي مقاصدو لپاره کاروي.

د ټول شموله کابینې په اړه متقي ادعا وکړه چې اوسنۍ کابینه یې ټولشموله ده او د افغانستان د مختلفو پرګنو غړي پکې برخه لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، نړیواله ټولنه کوښښ کوي طالبان مجبور کړي چې سیاسي مخالفینو ته په کابینې کې ځای ورکړي، خو په وینا یې دا په بل ځای کې معمول نه دی او نه یې څوک بېلګه وړاندې کولی شي.

د پوځ جوړونې په اړه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې دوه ورځې وړاندې د دفاع وزارت د پوځ لوی درسیتز قاري فصیح الدین په خپلو خبرو کې و ویل، چې دوی به یو نیم لکي پوځ جوړ کړي.

دغه راز هغه په پوځ کې د مخکني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د نه ځایو خبر پر داسې مهال کوي، چې د تېرې پنشنبې په ورځ د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د مخکني حکومت د هوايي ځواک په کارکوونکو په ځانګړي ډول پر پیلوټانو غږ وکړ، چې له هېواده دې نه وځي.

نوموړي ویلي و، دغه کسانو ته یې پیغام دا دی، چې دوی به بېرته په هوايي ځواک کې جذب شي، ځکه په وینا یې هېواد دوی ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي