۰
برېتانیا:

افغانستان کې د نوي حکومت پر وړاندې د هېڅ وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوو

شنبی ۳ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۴
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیې سفیر هیوګو شارتر سره کتلي  دي.
افغانستان کې د نوي حکومت پر وړاندې د هېڅ وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوو
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیې سفیر هیوګو شارتر سره کتلي  دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د بریتانیې سفیر افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې د نوي حکومت په خلاف د هېڅ وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي او نه هم دا ډول اقدامات ګټور بولي.

بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې متقي له بریتانیا سره په مثبتو اړیکو ټینګار وکړ او د وسله والو وروستۍ هڅې چې ملکي اهداف په نښه کوي، د هغوی د ضعف او له افغانانو سره د دښمنۍ نښه بللې ده.

د یادونې ده، چې د افغانستان د تراسنپورټ او هوايي چلند د سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پرون جمعه قطر ته ولاړ.

د دغه سفر موخه له قطري او ترکي چارواکو سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت چارو پر سمبالښت او مسوولیت اخیستو خبرې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي