۰
د کورنیو چارو وزارت:

د طالبانو په بریدونو کې ۴۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۵
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دوه اوونیو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو له امله ۴۵۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو په بریدونو کې ۴۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دوه اوونیو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو له امله ۴۵۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند طارق ارین چې نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه خبریالانو ته خبرې کولې، و ویل، چې طالبانو په ۲۹ ولایتونو کې بریدونه کړي دي.

د هغه په وینا په دې بریدونو کې ۱۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۴ نور ټپیان شوي، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کندهار، بغلان، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې رامنځ ته شوې ده.

ارین وايي، د ولسي خلکو وژل او هدف ګرځول د ټولو انساني، دیني، اخلاقي او جنګي ارزښتونو خلاف عمل دی هغه څه چې طالبانیې په دوامداره توګه ترسره کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې څلور تنه وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، ماین د طالبانو له لوري اېښودل شوی و، چې د ولسي وګړو په موټر یې چاودنه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا پېښه غندلې او له طالبانو یې غوښتي، چې تاوتریخوالي ودوري او د سولې بین الاافغاني خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي