۰
اسلامي امارت:

د داعش ګواښ جدي نه دی، د ترهګرو د مخنیوی لپاره کافي ځواک لرو

چهارشنبه ۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۸
د کورنیو چارو وزارت وايي، داعش په افغانستان کې کومه جدي او ګواښوونکې پدیده نه ده، بلکې سخت ځپل شوې او سر نه شي پورته کولی.
د داعش ګواښ جدي نه دی، د ترهګرو د مخنیوی لپاره کافي ځواک لرو
د کورنیو چارو وزارت وايي، داعش په افغانستان کې کومه جدي او ګواښوونکې پدیده نه ده، بلکې سخت ځپل شوې او سر نه شي پورته کولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې داعش په افغانستان کې ۹۸ سلنه له منځه وړل شوی او نور جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.
 
د سرچینې په وینا د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي، چې د دغه ډلې شومې موخې ناکامې او د دوی وروستۍ ځالې هم له منځه یوسي.

اسلامي امارت د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته یو ځل بیا ډاډ ورکړی، چې دوی دې په دې برخه کې اندېښنه نه کوي، ځکه په وینا یې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پوره ځواک او کافي امکانات لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني هم ویلي چې دوی د ترهګرو ډلو ځانګړې توګه داعش ډلې د ځپلو برخه کې بریالي دي او تر اوسه پورې نه د ځواکونو او نه هم د امکاناتو له اړخه له ستونزو سره مخ شوي دي.

اسلامي امارت دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت بشپړ ملاتړ او هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي