۰

ننګرهار کې پاڅون والو ۸ داعشیان وژلي او درې یې نیولي دي

دوشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۱
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ځاي پاڅونکوونکو او وسله والو داعشیانو تر منځ سخته نښته شوې ده.
ننګرهار کې پاڅون والو ۸ داعشیان وژلي او درې یې نیولي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د ځاي پاڅونکوونکو او وسله والو داعشیانو تر منځ سخته نښته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې وروسته له هغې رامنځ ته شوې، چې پاڅونکوونکو پر داعشیانو بریدونه وکړل.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه د نازیانو ولسوالۍ پاڅونکوونکو په مورچل سیمه کې د شپې درې بجې پر داعشیانو حمله وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې ۸ داعشیان وژل شوي او درې تنه یې هم د پاڅونوالو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې په دې نښته کې دوه پاڅونکوونکي هم شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي حالت یې ښه دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي